د روان کال له پيله راهیسې څه باندې ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته په جبري او یا داوطلب ډول راستانه شوي چې ډېر یې له ایران څخه دي. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له یادو څه باندې ۲۵۲ زره کسانو څخه ۲۳۱ زره او ۷۸ له ایران څخه راستانه شوي چې تر نیمایي زیات یې په جبري ډول را ایستل شوي دي. دغه راز څه باندې ۲۱ زره افغان کډوال له پاکستانه هم هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې له دغو کسانو لږ یې هغه دي چې د کډوالۍ اسناد لري او پاتې نور هغه کسان دي چې د کډوالۍ اسناد نه لري او د درملنې، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره پاکستان ته د لنډمهال لپاره تللي او د بېرته راتګ پر مهال ثبت شوي دي.