افغانستان او ايران د يوې نوې سوداګریزې لارې د پرانيستلو په لټه کې دي. ټاکل شوې ده دغه لاره په نيمروز کې د وريښمو پله د لارې ترڅنګ جوړه شي. د نيمروز د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي فاضل محمد فضلي ویلي، چې د نوې لارې په جوړوېدو سره به د افغانستان او ايران ترمنځ د راکړې ورکړې بهير ګړندى شي. په ورته وخت کې ملي سوداګرو د ايران او افغانستان ترمنځ د ترانزيت د نوې لارې جوړولو په برخه کې د نوي سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي. سوداګر وايي چې په نيمروز کې د افغانستان او ايران ترمنځ د ترانزيت د نوې لارې په جوړېدو سره به د سوداګریزې راکړې ورکړې بهير ګړندى شي. د نيمروز د صنعت او سوداګرۍ خونې مدير نجيب الله خاشرودي وايي چې د افغانستان او ايران ترمنځ د ترانزيتي نوې لارې په پرانيستلو سره به د دولت عوايد زيات شي او سلګونو ځوانانو ته به د کار زمينه هم برابره شي. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د ورېښمو پله پر لاره هره ورځ سلګونه سوداګریز کاروانه تګ راتګ کوي.