د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( ایف اې او) ویلي، چې د افغانستان په ډیری برخو کې د ۱ څخه تر ۵ درجو سانتي ګراد پورې دغیر معمولې تودوخې اټکل شوی دی. دغې ادارې زیاته کړې، چې په دې سره کیدای شي د یخنۍ خطر کم اود ژمي کروندې بهترې شي او ورشوګانو ته لاسرسی اسانه شي، خو د واورې په چټک ویلې کیدو او د ذخیرو په کمیدو به یې د فصل په پاې کې د خاورې رطوبت او د اوبو شتون محدود شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې، چې د تودوخې ترڅنګ د اوسط څخه اوچت باران کولی شي دافغانستان په لویدیځ کې د للمي کروندو او څړځایونو وده بهتره کړي، مګر دسیندونو د اوبود سطحې د لوړیدو اود سیلابونو خطر به زیات کړي.








