د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډله په دویم پړاو کې نن دوشنبه د غرمې ۱۲ بجې له سریلانکایي لوبډلې سره سیالي ترسره کوي. افغان لوبډله به راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ د ایرلنډ د ۱۹ کلنې لوبډلې سره ترسره کړي. سریلانکا او ایرلنډ دواړه لوبډلې په الف ګروپ کې شاملې دي. د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په ګروپي پړاو کې جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او تانزانیا ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله. په راتلونکي پړاو کې به هغه لوبډله چې ډېرې نمرې ترلاسه کړي، د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به لار پیدا کړي.








