اروپايي ټولنې د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو لپاره د «FAKHR» پروژې له لارې ۶میلیونه یورو پانګونه کوي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې دا پروژه له ګواښ سره مخ ماشومان لکه هغوی چې له ښوونځي پاتې دي او معلولیت لرونکو نجونو او هلکانو سره مرسته کوي چې باکیفیته زدهکړو ته لاسرسی ومومي. اروپايي ټولنې ویلي، چې د دې پروژې له لارې رامنځته کېدونکی ښوونیز چاپېریال خوندي، جنسیتي مسایلو ته ځواب ویوونکی او باکیفیته ډيزاین شوی دی. له دې وړاندې هم یادې ټولنې خبر ورکړی و چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لارې یې افغان زدهکوونکو ته ۲۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.







