د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل اسلامي او تاریخي مسوولیت ادا کړي. حکمتیار وايي، چې اوسني حکومت ته یې مشوره دا ده څو له دې تاریخي او طلایي فرصت ګټه پورته کړي او د یوه اغېزمن، رغنده او سالم تعلیمي نصاب په جوړولو سره نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي. نوموړي ویلي، چې افغان کورنۍ دې ته چمتو دي څو ښوونځیو ته د تلونکو نجونو ته د اسلامي امارت لخوا غوره شوی حجاب ومني او د ښځینه ښوونکو لخوا ورته تدریس وشي. که څه هم شرعي لحاض نارینه کولی شي نجونو ته هم تدریس وکړي. حکمتیار وویل د علم په ډګر کې شاته پاتې کېدل د دښمن سره په جګړه کې د سنګر د پرېښودولو سره ورته والۍ لري.