د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې پولیسو پاکستان ته د قاچاق کېدونکو ۳۰ کیلو ګرامه بېروجو مخه نیولې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې د یاد ولایت د پچيراګام ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ پولیسو یو تن له ۳۰ کیلو ګرامه بیروج ډبرو سره یوځای نیولی دی. سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کس غوښتل یادې ډبرې، چې اټکل شوی ارزښت یې نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ دی، پاکستان ته قاچاق کړي، چې په خپل وخت د امنیتي ځواکونو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته نیول شوی دی.







