د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د افغانستان د کانونو تخصصي نندارتون به په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو زمینه برابره کړي. نوموړي د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د دغه نندارتون موخه د افغانستان د کانونو د پانګونې فرصتونو معرفي کول، د پانګوالو هڅول او د کانونو د معیاري استخراج او پروسس لپاره د زمینې برابرول دي. د افغان په وینا، د طبیعي سرچینو اغېزمنه ګټه اخیستنه، روڼتیا او د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ملي عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم دي. نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو او د کانونو په برخه کې له فعالو شرکتونو وغوښتل چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او د افغانستان د کانونو د ظرفیتونو په معرفي کولو او پراختیا کې ونډه واخلي.








