د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي په اړه د پوهاوي کموالی، له اوږدمهاله روږديتوبه د خلاصون ستونزې او ټولنیزه بدنامي هغه مهم خنډونه دي چې پر نشهیي توکو روږدي کسان د درملنې پر مهال ورسره مخ کېږي. دغه سازمان د لړم په ۴مه په یوه راپور کې ویلي، د نشهیي توکو د کارونې له امله د رامنځته شویو اختلالاتو ګڼ ناروغان، سره له دې چې درملنې ته اړتیا لري، د یادو خنډونو له امله په اسانۍ روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه شي موندلی. ډبلیو ایچ او د دغو کسانو د ملاتړ لپاره د پوهاوي او ټولنیز ملاتړ د ګرځنده ډلو پر فعالیتونو ټینګار کړی، څو اړمن کسان د درملنې مرکزونو ته ور وپېژني.








