د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( یو این ډي پي ) راپور ورکړی، چې له افغان راستنو شویو د ملاتړ په موخه یې له څو نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ «د پایداره حل لارو ګډه پروژه» پیل کړې ده. یاد سازمان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور پر بنسټ ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانان راستانه شوي دي. د راپور له مخې، له پاکستان او ایران څخه په زیاته کچه د کډوالو راستنېدو پر افغانستان شدید فشار را وړی دی.. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټينګار کړی، چې ګڼ راستنېدونکي په کمې پانګې او سپما له سرپناه پرته هېواد ته ننوځي.








