د اروپايي پارلمان يوه غړي مېک والاس د پارلمان يوې غونډې ته ويلي چې امريکا او ناټو د افغانستان زېربناوې نابودې کړې او په شلو کلونو کې يې په پرله پسې توګه په دغه هېواد کې بشري حقونه نقض کړي دي. هغه چې د افغانستان د بشري وضعيت په تړاو خبرې کولې وويل چې لويديځ يوازې پر دې بسنه نه ده کړې بلکې اوس غواړي چې افغانان له لوږې هم مړه کړي. والاس وايي امريکا په افغانستان کې هره ورځ ۳۰۰ ميليونه ډالره لګول څو هغه هېواد نابود کړي او اوس د بېلابېلو فشارونو په اعمالولو سره له لوږې د افغانانو د وژلو هڅه کوي. د اروپايي پارلمان دغه غړي زياته کړې چې د خوړو نړيوال پروګرام له لوږې سره مخ افغانانو ته د خوړو د برابرولو لپاره يوازې درېيمه برخه امکانات لري او په وينا يې چې اروپا او امريکا چمتو نه دي چې نور امکانات په واک کې ورکړي؛ په داسې حال کې چې د اوکراين د جګړې لپاره د ميلياردونو ډالرو لګولو ته ټتر ډبوي.