د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون له ځانګړې ناستې وروسته د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی. فطرت زیاتوي، چې تر دې مهاله د بېلابېلو ولایتونو د کډوالو په ښارګوټو کې په جبري توګه راستنو شویو هېوادوالو ته ۳ زره او ۴۶ نومرې ځمکه وېشل شوې او د نورو ته د وېش لړۍ روانه ده. نوموړی زیاتوي، چې د دې سربېره راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي، غیرې خوراکي او نغدي ژمنیو مرستو بهیر هم چټک شوی دی.








