د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نداء محمد ندیم، د عمان سلطنت ته د خپل درې ورځني رسمي سفر تر بشپړېدو وروسته، چې د دغه هیواد په رسمي بلنه ترسره شوی و، پای ته ورساوه. نوموړي ویلي، چې مولوي نداء محمد ندیم د خپل سفر په لړ کې د عمان د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلینو سره وکتل او دغه راز یې د دغه هیواد له یو شمېر سترو او معتبرو پوهنتونونو څخه هم لیدنې وکړې. نوموړي د یادو علمي نهادونو له رهبري پلاوو سره په جلا ـ جلا ناستو کې د علمي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د دغو پوهنتونونو لابراتوارونه، کتابتونونه او درسي صنفونه یې له نږدې وکتل. د لوړو زده کړو وزیر د یاد سفر پر مهال په عمان سلطنت کې له مېشتو افغانانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لارې یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.








