د افغانستان بانک مسوولینو د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې په تړاو په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو لپاره د ریاست الوزرا له لوري د برېښنايي اداینو د پراختیا عمومي ستراتيژي منظور او د عمل پلان یې هم جوړ شوی دی. یاد بانک پرون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیقالله خالد په مشرۍ جوړه شوې وه، په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولولو، د دې عوایدو د را ټولولو پر څرنګوالي، له نغدي معاملاتو څخه الکترونیکي معاملاتو ته د اوښتلو، په دې برخه کې د فرصتونو، خنډونو او حللارو په هکله بحثونه تر سره شوي دي.







