ازبکستان به نن هم د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه وي، افغانستان یې چې څارونکی غړی دی، د اجندا یوه مهمه موضوع ده. په افغانستان کې ا.ا استازي دې سرمشریزې ته نه دي بلل شوي، خو د دې سازمان اکثره غړي په دې هېواد کې روان وضعیت ته اندېښنه لري. د شانګهای همکارۍ سازمان اکثرو غړو په افغانستان کې روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته اندېښنې څرګندې. د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ وایي، د سیمې ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی. هغه همدارانګه ټینګار کړی چې افغانستان باید یو داسې پراخ بنسټه حکومت چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي، ولري.








