د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پچیرآګام ولسوالۍ کې به ۶ زره مېوه لرونکي او غیري مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي. د مسوولینو په خبره د اقلیم بدلون د مدیریت، د رها مؤسسې او د کرنې ریاست د کارکوونکو په همکارۍ د پچیراګام ولسوالۍ د بامهخېلو ساحه د نیالګیو د کېنولو لپاره ټاکل شوې ده. د مالوماتو له مخې، دغه ساحه د خاورې، هوا او اوبو د ساتنې او مراقبت له پلوه ارزول شوې او د نیالګیو کېنولو لپاره مناسبه بلل شوې ده.








