د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په بني غجرک سیمه کې د کهشان د اوبو سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره یاده پروژه د ۱۴۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې پلې شوې ده. سرچینې ویلي، چې په دغه پروژه کې د ۱۴ مترو په اوږدوالي یو سربند، دوه د اوبو کانالونه او نور اړین ملحقات شامل دي. سرچینې دغه راز ویلي، چې د یادې پروژې د پلي کېدو پر مهال شاوخوا ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.







