د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه کانال د شینوارو ولسوالۍ د دهن کفشان کلي په مربوطاتو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.








