د لغمان د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شیدو د پروسس یوه نوې کارخونه د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مسوولینو په خبره دغه کارخونه په ورځني ډول د ۵۰۰۰ لېټره شیدو د پروسس وړتیا لري، چې ترې پنیر، کوچ، مستې او نور لبني محصولات تولیدېږي. سرچینې ویلي، چې د یادې کارخونې په فعالېدو سره به د لبنیاتو د ضایعاتو مخنیوی وشي او د مالدارانو د محصولاتو د پروسس او بازارموندنې برخه به پیاوړې شي.








