د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ خونې ویلي، چې له نږدې ۸۰ ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او تګراتګ درېدلی او دا وضعیت د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په تاریخ کې بېساری دی. د یادې خونې په وینا، د لارو د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اوښتي او میلیونونه کسان چې په سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورت کې بوخت وو، وزګار شوي دي. د خصوصي سکټور استازي وایي، سوداګري د سیاست تر اغېز لاندې راغلې او ټینګار کوي چې د ستونزې حل د ډیپلوماسۍ او باوري تضمینونو له لارې د لارو په بېرته پرانیستلو کې دی.







