د غزني ولایت د ترانسپورټ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل ـ کندهار عمومي سړک په اوږدو کې، د غزني ښار په دشت تلخک زار سیمه کې، د باروړونکو موټرو لپاره پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د تم ځای د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست د تنظیم رییس مولوي خیرالله توکلي رسنیو ته ویلي، چې د یادې پروژې چارې د ترانسپورټ وزارت له بودیجې څخه د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړی وایي، چې په یاد تم ځای کې د یوه جومات، ۳ اداري او یوې تخنیکي خونې او یو رستورانټ جوړول شامل دي.








