افغان حکومت وايي په تېر یوه کال کې یې سلو بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې جوازونه ورکړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو ویلي په وروستیو کې په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنیو پانګه والو لیوالتیا ډېره شوې ده او افغان حکومت هم دوی ته د امکاناتو برابرولو هڅې ډېرې کړي دي. دغه وزارت وايي چې له تېر یوه کال راهیسې تر سلو ډېرو بهرنیو پانګه والو په افغانستان کې د پانګونې جوازونه اخیستي دي او په بېلو برخو کې یې د پانګونې ژمنه کړې ده. افغان چارواکو دا نه ده واضح کړې چې په دې پانګه والو کې تر ډېره د کوم هېواد پانګه وال دي، خو وایي دوی تر ډېره هڅه کوي چې له لویو نړیوالو شرکتونو سره د پانګه والۍ په برخه کې اړیکې او تعاملات ولري او لومړیتوب ورکوي.