د فراه د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د څه باندې یو میلیارد او ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ پراختیايي پروژې پلي شوې دي. د فراه ولایت د اقتصاد ریاست رئیس مولوي جمالالدین جلالي د ولایتي پراختیایي کمېټې د ناستې پر مهال ویلي، چې له یادو پروژو څخه د ۸۴۹ میلیونه ۴۲۹ زره افغانیو په ارزښت ۹ پروژې عملي شوې، چې ۴ یې بشپړې شوې او ۵ نورې لا هم تر کار لاندې دي.








