د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د دایمي پرمختګ لپاره مهم دی. د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف چې د شانګهای سازمان د کنفرانس دوره يي مشرتوب هم کوي وایي چې د افغانستان د ثبات لپاره باید پراخه هڅه وشي.
دده په خبره د سیمې د دایمي پرمختګ لپاره د افغانستان ثبات خورا مهم دی او د سیمې د هېوادونو اخلاقي مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره په بېلو پراختیايي برخو کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړې، ددې وخت دی چې افغانستان د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د اتصال سبب شي او د سیمې ټول هېوادونه باید په دې تړاو خپل دریځونه سره نږدې کړي او په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره اغېزناکې حللارې پيدا کړي.
هغه زیاته کړې چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې به هم چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو جوړېږي د افغانستان پر ثبات خبرې کوي او په وینا یې له ټولو اړخونو غواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي.