د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغان کرکټ غورهلیګ(اې پي ایل) دویم پړاو سوداګریزو سیالیو د پیل ځانګړي مراسم په متحدهعربي اماراتو کې ترسره شول. د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې په دې مراسمو کې د افغان کرکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګهوالو او شریکانو سره یو ځای د لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د لوبډلو شمېر او د لیګ نوې لوګو په رسمي ډول معرفي کړي دي. د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیبخان ویلي، چې د افغان کرکټ غورهلیګ سیالۍ به ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشتکې په متحدهعربي اماراتو کې ترسره شي. نوموړي ویلي، چې په دې لیګ کې به پنځه لوبډلې برخه ولري.







