د پنجشېر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، چې په ۲ ولسوالیو کې د ۲۴۲ مترو په اږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه دېوالونه د پریان او درې ولسوالیو کې د هایدرو لوژیکي سټيشنونو د خوندي کولو په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۴ میلیونه ۵۷۲ زره افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.








