د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له پل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې سړک د پاتې برخې د قیر چارې بشپړې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه سړک چې، ۱۰۴۰ متره اوږدوالی، ۲۷ او ۳۰ متره سور لري، د یوې اصلي او یوې فرعي لیکې او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. د یادونې وړ ده چې، یوازې د ترافیکو ریاست مخې ته د دې سړک د شاوخوا ۳۰ متره برخې قیر چارې پاتې دي چې، د هوا د ښه والي په صورت کې به هغه هم قیر شي.








