د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې دغه وزارت د کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو پنځه سترې پروژې د کندهار تر څنک په هرات، جوزجان، لوګر او پروان ولایتونو کې قرارداد کړي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په کندهار کې د سمنټو د جوړېدونکې فابریکې په اړه ویلي، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به په فعالیت پیل وکړي. د نوموړي په وینا یاده فابریکه د کندهار ولایت د شوراندام په سیمه کې شاوخوا د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پر ۱۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي او د جوړېدو چارې يې د تېرو دوو کلونو راهیسې روانې دي.







