د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې ۱۴ کیلو ګرامه بیروج پلورل شوي دي. د مسوولینو په خبره دا قیمتي ډبرې په ۱۳.۱ میلیونه افغانیو پلورل شوې دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، دا قیمتي ډبرې د نورګرام ولسوالۍ د دره پشګر له کان څخه استخراج شوې دي. د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د ۱۱ میلیونو او ۵۵۷ زرو افغانیو په ارزښت د نورستان قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوې وې.







