د بلوڅانو آزادي غوښتونکي غورځنګ پنځو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ددغه غورځنګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په درېیو جلا بریدونو کې یې دوه پاکستاني عسکر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. دغه غورځنګ وایي چې په خپلو سیمو کې عملیاتو ته ادامه ورکوي او په خبره یې د پوځ کسان، د دوی خواخوږي، ملاتړي، همکاران، استخباراتي کسان او د پاکستاني حکومت همکاران په نښه کوي او تر هغه به خپلې جګړې ته ادامه ورکوي چې بلوچستان یې په بشپړه توګه آزاد کړی نه وي.