د جرمونو نړیواله محکمه دې خپلې پرېکړې نه ځنډوي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې لسګونه جنګي جنایتونه ترسره شوي دي او ددې وخت دی چې عدالت تامین شي. د سرچینې په خبره د جرمونو نړیوالې محکمې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو پر پلټنه کار کړی دی او اوس ددې وخت دی چې خپلې پرېکړې اعلان کړي. دغه اداره وایي څومره چې د پرېکړو په اعلان کې ځنډ راځي له یوې خوا ددې محکمې پر کار شکونه زیاتېږي او له بلې خوا د جنایتونو له دوام سره مرسته کوي، نو له همدې امله د جرمونو نړیوالې محکمې ته په کار ده چې خپلې پرېکړې اعلان کړي.