د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي دي. نوموړی وایي، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې ارزښت ۳۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. د هغه په خبره، د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۱۷۴میلیونه ډالره وه چې په دوه اړخیزه راکړه ورکړه کې ۱۹۲میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي. په دغو صادراتي توکو کې ممیز، معدني ډبرې، زردالو، بخار دیګونه، تالک ډبرې او پنبې دي.







