د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د «کاروان» په نوم يو معیاري ورزشي کمپلکس د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوی دی. د یاد ورزشي کمپلکس مسوولین وایي، چې د دې پروژې موخه د ځوانانو لپاره د يو سالم ورزشي چاپېريال رامنځته کول دي. د دوی په خبره دغه کمپلکس پر يو نيم جريب ځمکه د پنځو مياشتو په موده کې جوړ شوی او په کې د فوټسال سالون، جومات، رستورانت، پارکينګ او نور اړينې برخې شاملې دي. دا مرکز په يوه وخت کې د ۱۰۰۰ ننداره چيانو ظرفيت لري.







