د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون د دغه ولايت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلورل کېدو خبر ورکړی دی. لټون ویلي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۵ زره ۴۳۵ قيراطه زمرد د ۱۸۹ زره ۹۹۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.







