په هرات ولایت کې د یوه تولیدي شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره یې، له دغه ولایت څخه امریکا ته ۵۰ ټنه مربا او اچار صادر کړي دي. د مسوولینو په خبره دوی به په راتلونکي میاشت کې یوشمېر نور توکي هم اروپایي هېوادونو ته ولېږدوي. د یاد تولیدي شرکت مسوولین وایي چې د صادراتو ټولیز ارزښت ۳۰زره ډالر اټکل شوی او ټول خام مواد یې له هرات څخه برابر شوي دي. په ورته وخت کې، د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، ټینګار کړی، چې د داخلي تولیداتو ملاتړ، د صادراتو د پروسې اسانتیا او نړیوالو بازارونو ته د محصولاتو لېږد، د ولایت مقام مهمې کاري موخې دي.







