کرنې وزارت له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي. د دغه وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني وايي، افغان کرنیز محصولات هند، ایران او ازبکستان ته صادريږي. عثماني ویلي، چې تولیدات تر پخوا معیاري شوي او په بېلابېلو برخو کې د بازار موندې هڅې روانې دي. نوموړي زياته کړې، چې دا مهال هند، ایران او ازبکستان ته صادرات کېږي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. نوموړي ویلي، چې په ټول هېواد کې د سړو خونو د جوړولو لپاره پنځه کلن پلان تر لاس لاندې دی او په وینا یې، په هر ولایت کې د دې پلان په عملي کېدو سره به د سړوخونو د کمښت ستونزه هم حل شي.







