ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ څانګې مشر محمد خاطر زید، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت له مرستیال مولوي شرف الدین مسلم سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په هېواد کې پر روان بشري وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي. زید ویلي که افغان حکومت امکانات ورته برابر کړي نو دوی تیار دي چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته شاوخوا ۳ زره کورونه جوړ کړي. افغان حکومت ورته ویلي چې د دغه مرستې او کورونو د جوړولو لپاره به یې بشپړه زمینه برابروي او دوی کولی شي سر له سبا خپلې چارې په عملي توګه پيل کړي.