د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ازبکستان له کرکټ فدراسیون سره یې د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ د همکاریو د پراختیا او هلته د دغې لوبې د ودې په موخه هوکړه لاسلیک کړې ده. د اعلامیې له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ به د ازبکستان له کرکټ فدراسیون سره د کرکټ تخنیکي برخو کې د روزنې ترڅنګ د افغان ابدالیانو، له ۱۹ کلنو کم عمره او د کورني کرکټ مخکښې لوبډلې به په ازبکستان کې د دغه هېواد له لوبډلو سره دوه اړخیزې لوبې هم کوي.







