د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د کرکټ اسیايي شورا اړوند د نوولس کلنو لوبغاړو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د افغانستان په کوربتوب پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په دوه لوبغالو کې ترسره شي. خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان لوبډلې په نوملړ کې ۱۰ هغه لوبغاړي هم شامل دي چې په تېر پړاو نوولس کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګټه ولوبېدل. د افغان لوبډلې د غوراوي پړاو کې بېلابېل تمریناتي کمپونه او ګڼ شمېر سیالۍ شاملې وي چې له بشپړې ارزونې وروسته یې غوره لوبغاړي راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبډله کې وټاکل شول.







