د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر روسیې ته تللی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې ښاغلی عمري به په مسکو کې د «حیواني روغتیا» په نړیوال کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا لوړولو او له ګډونکوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.








