د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې د کرکټ له نړۍوالې شورا(ای سي سي) سره یې د یوې ګډې هوکړې له مخې د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د راتلونکې اسیا جام سیالیو کوربه توب ترلاسه کړی دی. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې په دومره ستره کچه افغانستان ته د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو اسیا جام سیالۍ کوربه توب ورکول کېږي. دغه سیالۍ به د ډسمبر له ۱۲مې تر ۲۱مې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. کرکټ بورډ دا ګام د افغان کرکټ د پرمختګ او مسلکي وړتیا څرګندونه ګڼي. د نولس کلنو سیالیو کې به اته لوبډلې برخه واخلي.







