د ایران پر اټومي هوکړه یو ځل بیا ناندرۍ رامنځته شوې دي. د راپورونو له مخې د برېټانیا او فرانسې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اټومي هوکړې په برخه کې پر ایران شک لري او داسې ښکاري چې دغه هېواد هوکړې ته ژمن نه دی او دوه مخی چلند کوي. له دې سره جوخت ایران پر دغه څرګندونو غبرګون ښوودلی او وایي د یادو هېوادونو دغه ډول څرګندونې غیر مسوولانه دي او په وینا یې که اټومي مذاکرات پایلې ته نه رسېږي او یا ستونزې پکې رامنځته کېږي نو مسوولیت به یې هم پر دغه هېوادونو وي.