امریکا ته تللي کډوال له ستونزو او اندېښنو سره مخ دي. امریکايي رسنۍ وايي چې امریکا ته زرګونه تللي کډوال د اوسېدو له ځای نیولې بیا تر دایمي اوسېدو پورې له ډول ډول ستونزو او اندېښنو سره مخ دي. د سرچینې په خبره ډېری افغان کډوال وېره لري چې ښایي امریکایي حکومت یې تر څه مودې وروسته بېرته خپل هېواد ته ولېږي ځکه دوی ته یې تر اوسه د دایمي اوسېدو اسناد نه دي ورکړي. د سرچینې په خبره لوړه سلنه تللي افغانان په موقتو وېزو په امریکا کې ژوند کوي او یا هم بشردوستانه وېزې ورکړل شوې دي او دا معلومه نه ده چې د وېزو د وخت تر پای ته رسېدو وروسته به امریکا له دوی سره څه کوي. امریکا د تخليې ماموریت کې شاوخوا ۸۰ زره افغانان و ایستل چې دمګړی له دغه ډلې ډېری یې په امریکا کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.