د بغلان د بدنې روزنې او سپورټ امریت مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ مسوول قاري محمد امیر امیري ویلي، چې په دغو سیالیو کې د جلګې ولسوالۍ څخه پهلوان مجید لومړی او د برکې ولسوالۍ څخه پهلوان رامین دویم مقامونه خپل کړي دي. د نوموړي په وینا، د یادو لوبو په دویمه ورځ خوست ولسوالۍ څخه پهلوان صدرالحق او د نهرین ولسوالۍ څخه پهلوان عبدالقهار دویم مقام خپل کړی دی.







