د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ماسپښین ۳ بجې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ سیالیو په لړ کې د ایران لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کوي. د مالوماتو له مخې دغه لوبه د سعودي عربستان د ریاض ښار په ګرین هال لوبغالي کې ترسره کېږي. افغان لوبډلې د درېیو امتیازونو په لرلو سره د دغه سیالیو د جدول په سر کې ځای نیولی دی. افغان لوبډلې د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ۹–۵ ګولونو په توپیر تاجکستان ته ماتې ورکړې. د ایران او مراکش ترمنځ بیا لوبه ۲-۲ مساوي شوه. د یادولو وړ ده، چې په دغه سیالیو کې ۸ لوبډلې برخه لري.







