د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د نویو ځوانانو آسیایي سیالیو په دویمه لوبه کې د کوربه بحرین پر وړاندې په ۷–۰ ستره بریا خپله کړه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وینا، افغان لوبډلې تر دې مخکې په خپلې لومړۍ لوبه کې د ازبکستان پر وړاندې هم د ۱۰–۲ ګولونو په توپیر بریا ترلاسه کړې وه. ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به خپله درېیمه سیالي د چین پر وړاندې ترسره کړي.







