تاجکستان لسګونه افغان کډوال ایستلي دي. د راپورونو له مخې د تاجکستان حکومت تازه پرېکړه کړې چې هغه هېواد ته ورغلي افغان کډوال وباسي. اوس تازه ځینې بهرنۍ رسنۍ وایي چې تاجکستان په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د تاجکستان امنیتي ادارو اعلان کړی چې په خپل هېواد کې غیر قانوني اوسېدونکو افغانانو ته د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي، له همدې امله یې د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو له تاجکستان غوښتي وو چې دې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او له افغانانو سره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې چلند وکړي.