د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د ښوونیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه خبر ورکړی، چې د ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې به ۲۱ ښوونځیو ته د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت د لمریزې (سولر) برېښنا سېسټمونه ولګول شي. د پکتیکا د پوهنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سېسټمونه د پوهنې له یوه همکار بنسټ سره په مالي او تخنیکي همکارۍ فعالېږي. سرچینې ویلي،د دې پروژې موخه دا ده چې د ښوونځیو اداري او درسي چارو ته د دوامدارې برېښنا اسانتیاوې برابرې شي.








