د ملګرو ملتونو په ویانا دفتر کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي. رسنۍ وايي چې دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه جوړېږي او په هغه کې تر ډېره د اوسني حکومت مخالفین حضور لري. ویل کېږي چې دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې خبرې وکړي. احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې ددې غونډې ګډونوال دي. تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د داسې غونډې کوربه توب کوي او نه هم افغان حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی.