هند په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت د پراختیا په حال کې دی. والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي دي چې دوی دمګړی د خپل سفارت له لارې بشردوستانه خدمات ترسره کوي خو پلان دی چې دغه ماموریت پراخ شي.
هندي ديپلوماتیکو سرچینو ویلي چې دمګړی د دوی ماموریت محدود دی او په کابل کې محدود کسان حضور لري، خو د سفارت هندي امنیتي مسوولینو ویلي چې شاوخوا ۶۰ مامورین او امنیتي کسان دمګړی په کابل کې د هند په سفارت کې حضور لري. سرچینه وایي داسې ښکاري چې هند به په افغانستان کې د ديپلوماتیک ماموریت تر څنګ خپلې رغنیزې پروژې هم له سره پيل کړي او د نیمګړو پراختیايي پروژو بشپړولو ته به ادامه ورکړي.